هند په دوه یمه شل اوریزه لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه.
کوربه هندوستان په لکنو ښار کې د ۶ وېکټو په توپیر دویمه شل اوریزه سیالي له نیوزیلنډ وګټله او په دې سره یې روانه لوبلړۍ برابره کړه.
کوربه هندوستان په لکنو ښار کې د ۶ وېکټو په توپیر دویمه شل اوریزه سیالي له نیوزیلنډ وګټله او په دې سره یې روانه لوبلړۍ برابره کړه.نیوزیلنډ لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه.هند هم ورکړل شوی هدف د ۲۰م اور په پنځم توپ ترلاسه کړ او یوازې ۴ لوبغاړي یې وسوځېدل.د دې لوبې لپاره ویشتنځای سخت جوړ شوی و او یوازینی مخکښ توپ وهونکی سوریا کومار یادو چې تر شلو زیاتې، ۲۶ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.د دواړو لوبډلو توپ اچونکي ښه وځلېدل، خو هندی ارشدیپ سینګ یوازینی توپ اچونکی و چې ۲ لوبغاړي یې وسوځول.د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ګټلې وه او په پلان کې ده چې د لوبلړۍ درېیمه لوبه د فبرورۍ میاشتې په لومړې نېټه ترسره شي.د یادونې ده چې په دې لوبلړۍ کې د دواړو هېوادونو ځيني نوموتي لوبغاړي نه لوبېږي.