د ننګرهار الفتح واليبال سياليو په دوام پنځه سيالۍ تر سره شوې.
په ننکرهار ولايت کې د الفتح په نوم د واليبال سياليو په دوام، چې د ۹ ولايتونو لوبډلو په کې ګډون کړی پنځه سيالۍ ترسره شوې.
لومړۍ سیالي د کاپیسا ولایت او روداتو ولسوالۍ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه کاپیسا ولایت ۲-۱ میدانو په ګټلو سر بریا خپله کړه.
دوه یمه سیالي د لغمان ولایت او کونړ نرانګ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کونړ نرانګ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲-۱ په توپير ماتې ورکړه.
درېیمه سیالي د کابل احمدشاه بابا مېنې او لغمان حاجي پردېس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لغمان حاجي پردیس لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۲-۰ په توپير ماتې ورکړه.
څلورمه سیالي د کابل شریفي او کونړ څوکۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د کابل شریفي لوبډلې په ګټه د ۲-۰ په توپير پای ته ورسېده.
د نن ورځې وروستۍ او پنځمه سیالي د لوګر اتلانو او لغمان احمدشاه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پايله کې د لوګر اتلانو لوبډله وتوانېده تر څو خپلې سيالې لوبډلې ته ۲-۰ په توپير ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.
هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ په ننګرهار ولايت کې د بدني روزنې او ورزش رياست د واليبال فدراسيون په همغږۍ او د ملي امنیت اداري معاون قاري یاسر په مالي لګښت د ۹ ولايتونو څخه د ۲۸ لوبډلو په ګډون سره په سراج العمارت بڼ کې پيل شوې، چې موخه يې د ورزشکارانو تر منځ یووالی او ولایاتونو ترمنځ لا ښه همغږي ده.