دلو 08, 1401 11:12 Asia/Kabul
  • د نښې ویشتنې د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پای ته ورسیدې .

د نښې ویشتنې د فدراسیون له لوري ددې برخې ملي ټاکنیزې سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د لغمان ولایت په کوربه توب پیل شوې وې، نن جمعه پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د هېواد له اتو ولایتونو شاوخوا ۹۰ تنو نښه ویشتونکو برخه اخیستې وه چې له ډلې یې ۱۶ تنو د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

د ټراپ یا متحرک هدف ویشتلو په برخه کې داد محمد شیرزاد لومړی مقام او زوی یې میلاد شیرزاد دویم، امید رازقي او آغا ګل رازقي په ګډه درېیم مقام خپل کړ.

د دوی له ډلې د لومړي مقام ګټونکي داد محمد یوه زوی د ټراپ په برخه کې له خپل پلار وروسته دویم مقام، او بل زوی یې عباس شیرزاد د رایفل د برخې د کم عمره نښه ویشتونکو ترمنځ لومړی مقام وګاټه.

د بادي ټوپک یا رایفل په برخه کې، له لویانو څخه احمد جواد لومړی، نورالله صوفي زاده دویم، عبدالحکیم او عبدالشایق په ګډه د درېیم مقام ګټونکي شول.

د رایفل د کم عمره ځوانانو په برخه کې عباس شیرزاد لومړی، هجران سروری دویم، احمد رازقي او فرزاد په ګډه درېیم مقام خپل کړ.

د پیسټول په برخه کې عید محمد لومړی، مدثر دویم، محمد احسان او جمشید عبادي په ګډه درېیم ځان خپل کړ.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د نښه ویشتنې فدراسیون له لوري ټولو مډال ګټونکو او پیاوړیو نښه ویشتونکو ته مډالونه او تصدیق پاڼې، د سیالیو فني، تخنیکي او امنیتي مرستندویانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تگ