دلو 03, 1401 12:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو لپاره جېم او د درملنې مرکز چمتو شول

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي چې د لوبغاړو جېم تر بیارغونې او د درملنې مرکز تر جوړولو وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شول.

کرېکټ بورډ ادارې په دغه تړاو یوه ویډيو خپره کړې ده او په کې ښودل کېږي چې د دې ادارې دننه په مجهزه توګه د لوبغاړو لپاره د بدني پياوړتیا مرکز«جېم» او د سپورټي ټپونو د درملنې مرکز جوړ شوی دی او لوبغاړي په کې تمرینات کوي. دغه مرکزونه چې پرون (یکشنبه) پرانېستل شول. 

تر دې وروسته به د لوبغاړو د هر ډول سپورټي ټپ درملنه همدلته ترسره کېږي. د کرېکټ بورډ د لوړو کارکردګیو مرکز مدیر عبدالولي امین د دغې پروژې د معرفت په تړاو وايي چې اوس به د لوبغاړو فزيکي تکړښت او سپورټي ټپونو د درملنې لپاره دوی بهر نه لېږل کېږي. امین زیاتوي: "مونږ په دې وتوانېدو چې یو خارجي ټرېنر د خپل جېم لپاره راولو، هغه به د پلیر/لوبغاړي د زخمونو په رغولو کې مهارت لري. همدارنګه د نړیوالو فزیوټراپيسټانو سره مو هم خبرې روانې دي او ډېر ژر به د لوبغاړو د درملنې مرکز ته فیزیو او ډاکتر هم وګومارو."

نوموړی وايي چې د دې ګومارنو ګټه به دا وي چې تر دې وروسته به هېڅ لوبغاړی له هېواده بهر درملنې ته نه استوي او دا چاره به د دې سبب شي چې کرېکټ بورډ به د لسګونه زره ډالرو له لګښت خلاص شي. 

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړی فرید ملک هم د دې مرکزونو په پرانسته خوښ دی او وايي چې اوس به د خپلې توپ اچونې د لا پیاوړتیا لپاره په همدې مرکزونو کې تمرینات کوي. ملک وايي: "که تاسې وګورئ دا کوم وسایل چې په دې مرکزونو کې شته، اوس هر لوبغاړی کولای شي چې په ارامه توګه خپل تمرینات په کې ترسره کړي. مخکې دا وسایل مونږ په نړیوالو کرېکټ میدانونو کې ليدلي وو او متاسفانه چې دلته نه وو."د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ څارونکي وايي افغان کرکټ لوبډله اوس هم په هېواد کې دننه معیاري لوبغالی، اکاډمي او نورې اسانتیاوې نه لري او د کرکټ بورډ اداره هم تر ډېره پورې د لوبغاړو د روزنې پر ځای د کارکوونکو په معاشاتو ډېره بودیجه مصرفوي.

تگ