جدی 28, 1401 10:16 Asia/Kabul
  • بلخ ولایت کې د ولسوالیو د فوټبال سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

د دوشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې د ولسوالیو د فوټبال سیالیو په دوام دوه سیالۍ وشوې.

په بلخ ولایت کې د ولسوالیو د فوټبال سیالیو په دوام د دوشنبې په ورځ دوه سیالۍ وشوې.

لومړۍ سیالۍ د " دهدادې او شولګرې " ولسوالیو لوبډلو تر منځ وشوه چې " ۲ - ۰ " پایلې سره د دهدادې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده، همدا راز په دوه یمه سیالۍ کې بیا " بلخ او کشندې " ولسوالیو لوبډلو د یو بل پر وړاندې خپل بخت وازمایه چې " ۲ - ۰ " پایلې سره د بلخ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د فوټبال یادې سیالۍ د څو اونیو راپدیخوا د بلخ فوټبال فدراسیون له خوا د بلخ شادیانو دروازې په سینا لوبغالي کې پیل شوي چې لا هم روانې دي.

تگ