د افغانستان کرېکټ بورد خپلې اندېښنې د کرېکټ نړیوالې شورا سره شریکې کړي دي
د افغان کرېکټ ادارې عمومي رییس میرویس اشرف عربي متحده اماراتو ته تللی او هلته یې په دې تړاو د هند، سریلانکا او پاکستان کرکټ ادارو له مشرانو سره خبرې کړي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي رییس په یو تازه ویډیوي پیغام کې ویلي دي چې د اسټرالیا کرېکټ ادارې د وروستۍ پرېکړې په تړاو یې یو وار بیا خپلې اندېښنې د کرېکټ نړیوالې شورا سره شریکې کړي دي.
نصیب خان وايي، د اسټرالیا د لوبو نه کولو تر پرېکون وروسته یې د کرېکټ نړیوالې شورا له مرستیال سره مفصلې خبرې کړي دي، خو د خبرو د جزییاتو په تړاو نه دی غږېدلی. نوموړي ویلي، په پلان کې ده چې په راتلونکو دوه اونیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا له مشرتابه سره د حقوقي حل لارو لټولو په پار وګوري.
هغه د اسټرالیا کرېکټ ادارې سره د وروستیو خبرو په تړاو وايي: "تاریخونه مو ورسره مشخص کړل، مخکې له دې چې د تاریخونو اعلان ته رسېږو، له هغې دوه ورځې مخکې دوی مونږ سره په زوم کال/ویډیو کال باندې بیا تماس وکړ او ویې ویل چې دا لوبې د حکومت او مدني ټولنو د فشارونو له امله نه شو کولای."د نصیب په وینا چې د افغان کرېکټ ادارې عمومي رییس میرویس اشرف عربي متحده اماراتو ته تللی او هلته یې په دې تړاو د هند، سریلانکا او پاکستان کرکټ ادارو له مشرانو سره خبرې کړي دي.
د نوموړي په وینا چې یادو هېوادونو په دغه موضوع کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د اسټرالیا کرېکټ ادارې د جنورۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند او زده کړو د بندیزونو له امله نه غواړي له افغان کرېکټ لوبډلې سره په راتلونکي مارچ میاشت کې د کرېکټ نړیوال جام د سوپر لیګ درې یو ورځنۍ سیالۍ ولوبوي. دغه پرېکون د افغانستان کرېکټ ادارې، لوبغاړو او مینوالو سخت غبرګونونه راپارولي دي.