ویرات کولي له سریلانکا سره په سیالۍ کې ۴۶مه سلیزه ووهله
جدی 26, 1401 10:47 Asia/Kabul
کولي د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې پياوړی توپوهونکی دی. د سریلانکا پر وړاندې يې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم سلیزه ووهله.
په اوسنیو کرکټرانو کې ویرات کهولي تر هرچا ډېرې ۷۴ سلیزې وهلې دي او دا یې د یو ورځنیو سیالیو ۴۶مه سلیزه ده.
د هند کرکټ لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي ویرات کهولي د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم سلیزه ووهله. هغه په دوه یمه لوبه کې په څلور منډو سوځېدلی و او په لومړۍ لوبه کې یې ۱۱۳ منډې کړې وې. د کرېکټ په اوسنیو لوبغاړو کې ویرات کهولي تر هرچا ډېرې ۷۴ سلیزې وهلې دي او دا یې د یو ورځنیو سیالیو ۴۶مه سلیزه ده.
تر دې دمه په نړیوال کرکټ کې د ډېرو سلیزو ویاړ بل پخوانی هندي کرېکټر سچن ټنډولکر لري، هغه ۱۰۰ سلیزې وهلې دي.