جدی 24, 1401 11:12 Asia/Kabul
  • په غزني ولایت کې د لوبو ډګرونه لا هم تاوده دي.

په دغه ولایت کې لوبغاړي د ګڼو سیالیو په ترسره کولو سره د سیالیو لوبغالي تاوده ساتي.

غزني د خپلې اوږدې تاریخي-ادبي مخینې په لرلو سره له پخوا څخه د سپورت میدانونه تاوده ساتلي دي او د نېزې وهلو، کمان کشۍ او نښه ویشتنې یې له دغو ډګرونو څخه خورا مهم دي.

په غزني کې د نیزه وهونکو له ډلې څخه دولت خان وویل، خوښ دی چې اوس په دغه ولایت کې د نېزه وهنې سیالیو او نورو سیمه ییزو ورزشي سیالیو ته زمینه برابره شوې ده.

د غزني د سپورټ امر بلال مجاهد وویل: «د یوه یا یو نیم کال په موده کې په غزني ولایت کې محلي یا دودیز سپورتونه لکه "نېزه وهنه" ډېر شوي او د عمومي ریاست پاملرنه هم ورته ډېره شوې ده. وایي چې محلي او دودیز سپورتونه باید وده ومومي، لکه څنګه چې پخوانیو خلکو له دې سره لیوالتیا درلوده.

تگ