جدی 24, 1401 11:09 Asia/Kabul
  • د اسټرالیا کرېکټ بورد لا هم په خپل دريځ ولاړ دی.

د افغان لوبغاړو او یو شمېر افغانانو له پراخ غبرګون وروسته د اسټرالیا کرېکټ بورډ مشر نیک هاکلي له خپل دریځه دفاع کړې.

د افغان لوبغاړو او یو شمېر افغانانو له پراخ غبرګون وروسته د اسټرالیا کرېکټ بورډ مشر نیک هاکلي له خپل دریځه دفاع کړې او ویلي یې دي چې "بشري حقونه سیاست نه دی.

"نیک هاکلي وایي، دا یو ډېر ستونزمن او غمجن حالت دی. موږ دا پرېکړه په اسانه نه ده کړې او له خپل حکومت سره مو په پراخه کچه مشوره وکړه.

موږ هیله درلوده چې دا لوبلړۍ ترسره کړو، خو د طالبانو وروستي حکمونه د دې لامل شو، چې له دغو لوبو په شا شو.

تېره ورځ د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو بندیزونو غبرګون کې اسټرالیا هغه لوبې لغوه کړې چې ټاکل شوې وه راتلونکې مارچ میاشت کې د افغانستان او اسټرلیا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تگ