د اسټرالیا کرېکټ بورډ پرېکړې ته غبرګونونه
جدی 24, 1401 11:01 Asia/Kabul
ګڼو افغانانو د اسټرالیا د کرېکټ بورډ د هغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی چې له افغان ملي لوبډلې سره يې د کرېکټ لوبلړۍ لغوه اعلان کړه.
د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو بندیزونو غبرګون کې اسټرالیا هغه لوبې لغوه کړې چې ټاکل شوې وه راتلونکې مارچ میاشت کې د افغانستان او اسټرلیا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د اسټرالیا کرېکټ بورډ دغه پرېکړې په کور دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
یو شمېر افغان لوبغاړو کرېکټ د افغانانو د خوښې پلمه بللې او ویلي یې دي چې سیاست باید له لوبو لرې وساتل شي.دغه لوبغاړو او یو شمېرو نورو له اسټرالیا غوښتي چې په خپلې پرېکړې دې له سره غور وکړي.