په سويلي افریقا غوره لیګ کې د ممبي کېپ ټاون لوبډلې بریا خپله کړه.
لوبډلمشر راشدخان په سویلي افریقا لیګ کې د ممبي کېپ ټاون لوبډلې ته لومړۍ بریا په خپل نامه کړه.
د سویلي افریقا د سوداګریزو سیالیو په لومړۍ ورځ د راشدخان په لوبډلمشرۍ د ممبي کېپ ټاون لوبډلې د ۸ وېکټو په توپیر د پارل راویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
رایلز لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې.د کېپ ټاون په توپ اچونکو کې جوفرا ارچر ښه وځلید، هغه تر دوه کلن ځنډ وروسته یو وار بیا ښه پیل وکړ، په ۴ اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
راشد خان په دغه لوبه کې ۴ اورونه وکړل، ۲۸ منډې یې ورکړې، خو د ویکټې په اخستلو ونه توانید.د رایلز لوبډلې لپاره جاس بټلر نیمه سلیزه ووهله.د کېپ ټاون لوبډلې په شپاړلسم اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ.د دوی لپاره ځوان افریقايي لوبغاړي ډيولډ برېویس ۷۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.دا په سوداګریزو شل اوریزو سیالیو کې د راشدخان دوه یم ځل لوبډلمشري ده چې پرلهپسې لوبې ګټي، هغه د هند غوره لیګ په یوه سیالۍ کې د لوبډلمشر نه لوبیدو له امله د ګجرات ټایټانز مشري کړې وه او لوبه یې ګټلې وه.