په هرات کې د سنوکر ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي.
جدی 19, 1401 11:41 Asia/Kabul
سنوکر هغه لوبه ده چې د دوه لوریو ترمنځ د یوه مېز د پاسه په ګڼو توپونو او دوه ډنډو سره ترسره کيږي.
د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۸مه) په هرات ولایت کې د سنوکر ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي دي.
د افغانستان بدني روزنې د معلوماتو لهمخې، دا د سنوکر ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو دیارلسم پړاو دی. په دغو سیالیو کې د کابل، هرات، ننګرهار، غور او فراه ولایتونو ۱۰۵ لوبغاړو برخه اخيستې ده او یوه اونۍ به دوام وکړي.
د یادونې ده چې د افغانستان سنوکر ملي لوبډلې په استازولۍ ریس خان سندزي او صالح محمد محمدي څو ځل د اسيا په کچه په نړیوالو لوبو کې ګډون کړی دی.