په ننګرهار ولایت کې د سوک وهنې پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
جدی 19, 1401 11:37 Asia/Kabul
څه موده وړاندې په ننګرهارولایت کې د سوک وهنې سیالۍ پيل شوې وې چې تېره ورځ پای ته ورسېدې.
ننګرهار کې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې تېره دوشنبه د ۲۵ ولایتونو ترمنځ پيل شوې وې، کابل لومړی، مزارشریف دوه يم او د ننګرهار ټیمونو درېیم مقامونه خپل کړل.
مسوولین وایي، له دوی څخه ۲۶ مخکښ لوبغاړي ملي لوبډلې ته ټاکي.