جدی 17, 1401 11:19 Asia/Kabul
  • د هند او سریلانکا ترمنځ دوه یمه شل  اوریزه لوبه سریلانکا وګټله.

د هندوستان او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو په خپلو کې د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیل کړې ده.

د کوربه هندوستان او سریلانکا ترمنځ دوه یمه شل اوریزه لوبه د ۱۶ منډو په توپیر د سریلانکا په ګټه پای ته ورسېده.

سریلانکا په ۲۰ اورونو کې هند ته د ۲۰۷ منډو هدف ورکړی و، خو هند ۱۹۰ منډې وکړې.

د سریلانکا لوبډلمشر شناکا چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو، د دغه هېواد لومړنی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې په ۲۰ توپونو نیمه سلیزه وهي. همدارنګه کوشال مینډس هم نیمه سلیزه ووهله.

د هند لپاره د لومړۍ شل اوریزې لوبې غوره لوبغاړي شېوام ماوي نن په ۴ اورونو کې ۵۳ منډې ورکړې، خو په توپ وهنه کې یې چټکې ۲۶ منډې وکړې. د شل اوریزو سیالیو مخکښ توپ وهونکي سوریا کومار یادوف او اکشر پټیل لوبه له سختو شیبو راوویسته، خو پای ته یې ونه رسوله. یادوف ۵۱ او پټیل ۶۵ منډې وکړې. د سریلانکا لپاره لوبډلمشر شناکا، رجېتا او مدوشنکا دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې په دغه لوبه کې هندي توپ اچوونکو ۷ نو بالونه ترسره کړل، چې له امله یې هند تر پایه د لوبې واګې ترلاسه نه کړې.

تگ