د ارجنټاین ګولکیپر د خپل مډال د ساتنې په خاطر په ۲۰ زره پونډه سپی پېرلی دی.
په قطر کې د ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ارجنټاین ګولکیپر امیلیانو مارتینز، خپل د سرو زرو مډال او د دغو سيالو د غوره ګولکيپر جازې د حفاظت په خاطر یو سپی اخیستی دی.
له دغه نسل سپیو څخه د امریکا په سمندري ځواکونو کې کار اخيستل کیږي. د ۲۰۲۲م کال د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ارجنټاین لوبډلې ګول ساتونکی یا ګولکیپر امیلیانو مارتینز، له خپلې لوبډلې سره په قطر کې ډیر ښه وځلید او په پای کې ارجنټاین ته د فوټبال د اتلولۍ لقب په ګټلو کې یې مهم رول ولوباوه. امیلیانو په دغو سیالیو کې د خپل طلایي مډال غوره ګولکيپر جايزې د ساتنې په خاطر په یوه حیرانوونکي اقدام لاس پورې کړی دی. نوموړي د بریتانیا په میدلزبورو کې په خپل کور کې د خپلو مډالونو د حفاظت له پاره د مالي نویز نسل یو محافظ سپي خریداري کړی دی. امیلیانو دا سپی په شاوخوا ۲۰ زره پاونډه اخیستی دی. دغه نسل سپي د ښکار کولو او چابکۍ له امله ډیر مشهور دي. د سپیو له دغه بلژیکي نژاه نسل څخه په نړیواله کچه پولیس او پوځ د لومړي درجه سپو په توګه استفاده کوي.