تاجکستان له افغانستان سره په پوله امنیتي کمربند جوړول غواړي.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i5772-تاجکستان_له_افغانستان_سره_په_پوله_امنیتي_کمربند_جوړول_غواړي.
د تاجکستان ولسمشر دممکنه امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه له افغانستان سره پر ګډه پوله د یوه امنیتي کمربند په جوړول ټينګار کړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 27, 1401 10:15 Asia/Kabul

د تاجکستان ولسمشر دممکنه امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه له افغانستان سره پر ګډه پوله د یوه امنیتي کمربند په جوړول ټينګار کړی دی.

امام علی رحمان ویلي چې ترهګرې ډلې لاهم د بېلابېلو هېوادونو پرسرحدونو باندې تګ راتګ کولای شي. نوموړي ویلي چې له منځني ختيځ څخه ډېر شمېر ترهګر افغانستان ته  تللي دي او په وینا یې په افغانستان کې د دغو ترهګریزو فعالیتونو په منځني ختيځ هېوادونو ته د امنیت زیان اړولی شي.