په ننګرهار ولایت کې د کوچني اختر لمونځ د امن په فضاء کې اداء شو.
پر غزې د صهیونیستي رژیم یرغل او جنایت نن یو سلو څلور اتیا ورځې پوره او لا هم دغه جنایت دوام لري. له بلې خوا په لويديځه تړانګه کې هم نښتې روانې دي او په دې سيمه کې د نيول شويو فلسطينيانو شمير اته زره او اتیا تنو ته لوړ شوى دى.
د ایران اسلامی انقلاب مشر په دمشق کې د ایران سفارت پر قونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د برید په غبرګون کې ویلي، صهیونیستي رژیم به په دغه جنایت پښیمانه شی.
د سوریې حلب ولایت په شمال کې د یوه موټر سایکل پورې چاودیدونکو توکو چاودنې له امله شاوخوا اته تنه وژل شوی او څه باندې درویشت تنه نور ټپیان شوي دي.
سرپرست حکومت د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې په اړه غبرګون وښود. د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، امريکايي بې پيلوټه الوتکې په کندهار او نيمروز ولايتونو کې ګزمې کوي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په روان هجري لمریز کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شاوخوا پنځلسو لویو کانونو تړونونه لاسلیک کړي دي.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له اسلام څخه د ویرې مبارزې پریکړه لیک د ۱۱۳ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره تایید کړ.
د روژې مبارکه میاشت په غزه کې د فلسطینیانو ژوند د صهیونیستي رژیم ځواکونو د تیریو په زیاتیدو سره پیل شوې. په سیمه کې د مقاومت ډلو هم د بن ګوریون هوايي ډګر په نښه کولو څخه خبر ورکړی دی
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغه هیواد کې د نوي حکومت د کار په غبرګون کې د حکومت کابینه جعلي او له ناکامو کاندیدانو جوړه وبلله او رد کړې یې ده.
سرپرست حکومت د پاکستاني تحریک طالبانو یا ټي ټي پي پر وړاندې د اقداماتو نه ترسره کولو به اړه د سنتکام قوماندان مایکل کوریلا وروستۍ څرګندونې رد کړي دي.