په کندوز کې د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي.
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i5769-په_کندوز_کې_د_داعش_ډلې_پنځه_غړي_وژل_شوي.
د افغانستان د سرپرست حکومت امنیتي ځواکونو په کندز ولایت کې د داعش ډلې پرضد عملیات ترسره کړي دي او د دغو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
میزان 27, 1401 09:55 Asia/Kabul

د افغانستان د سرپرست حکومت امنیتي ځواکونو په کندز ولایت کې د داعش ډلې پرضد عملیات ترسره کړي دي او د دغو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند عبیدالله عابدي ویلي دي چې د کندز ښار په دوه يمه حوزه کې د داعش ډلې يو پټنځای کشف شوی و او د له منځه وړلو په موخه يې نن سهار عملیات تر سره شول. د عابدي په وینا نن د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې دغه پټنځای په بشپړ ډول له منځه وړل شوی او د دغه ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.