حمل 31, 1404 16:50 Asia/Kabul
  • افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې نړيوال جام ته لار پیدا کړه

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلې د دوه زره او شپږ ویشت کال نړیوال جام ته لاره ومونده

افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او نن وروستۍ لوبه د کوربه نیپال په وړاندې د باران په سبب بې نتیجې شوه.په دې ترتیب افغان ټیم لومړی مقام وګاټه.افغان لوبډلې په دې بریاوو سره د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام ته لار پیدا کړه چې تمه ده راتلونکی دوه زره او شپږ ویشت کال په جنوري او فبروري د زمبابوې او نیمبیا په کوربه توب وشي.