د پاکستان له بندخونو څخه ۱۷۵ افغان بندیانو خلاصون
حمل 31, 1404 16:48 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې یوسلو او پنځه اویا افغانان د پاکستان له بندخونو خوشې او هېواد ته راستانه شول
وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا خلک هیواد ته له راستنیدو او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي دي.د وزارت په وینا، دا کسان د سپین بولدک او تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.دا خلک د یوې څخه تر دیرشو ورځو پورې بنديان شوي دي.د کډوالو چارو وزارت لخوا ورکړل شوي احصایې ښیي چې په تیرو لسو ورځو کې، د دې اشخاصو په ګډون، درې سوه او درې اتیا افغان اتباع د پاکستان له مختلفو بندخونو څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.