حمل 31, 1404 16:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان-قزاقستان د اړیکو د بیاکتنې غونډه

د افغانستان او قزاقستان د اړیکو لپاره یوه غونډه د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د قزاقستان د سفارت د چارسمبالي په شتون سره جوړه شوه

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز او د قزاقستان د سفارت د چارسمبالي او د دغه هېواد د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د رییس یرکین توکوموف په حضور "د افغانستان – قزاقستان اړیکو کې راټوکېدونکي فرصتونه" په نوم علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او دغه برخه کې د پراختیا لپاره پر شته فرصتونو خبرې شوې دي.په عین حال کې د قزاقستان هیواد سفیر د ټولګټو وزارت له سرپرست وزیر سره په کابل کې هم وکتل.د سرپرست حکومت ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر ګزیزاکباسوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.په دغه ناسته کې دواړو لورو افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر لېږدولو او د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیات والي او د قزاقستان هیواد ساختماني شرکتونو له لوري په افغانستان کې د زېربنایي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنیزې کرښې په برخه کې د پانګونې په هکله هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.