حوت 21, 1403 17:37 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت او عمان بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي مسقط ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدی سره لیدنه او خبرې اترې کړي

دا غونډه په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه او دواړو خواوو د ګډې همکارۍ د نوي پړاو په پیل ټینګار وکړ.په دې غونډه کې متقي په هېواد کې د لسیزو جګړو پای ته رسېدل، له نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځته کول او د ملي امنیت پیاوړتیا د سرپرست حکومت د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.متقي همدارنګه په افغانستان کې اوسني شرایط د بهرنۍ پانګونې لپاره، په ځانګړې توګه د عماني پانګوالو او د هیواد سوداګرو لپاره یو مناسب فرصت وباله، او عماني پانګوالو ته یې بلنه ورکړه چې هیواد ته د پانګونې لپاره راشي.د عمان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې دا هم وویل چې هیواد یې غواړي له افغانستان سره دوه اړخیزې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.