د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان وضعیت ارزونه
حوت 21, 1403 17:36 Asia/Kabul
تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د سرپرست حکومت فعالیت د ثبات د رامنځته کولو او له نړیوالې ټولنې سره د باور جوړولو لپاره یوه ننګونه وبلله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي. په ځواب کې د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وویل چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د یوځای کیدو لپاره هره هڅه کړې ده.