حوت 21, 1403 17:34 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د ټاپي پروژې پرمختګ

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د جوړولو کار اته کیلومتره پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د هوا ښه کېدو سره به د دې پروژې د جوړولو پروسه ګړندۍ شي.د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همدارنګه ټینګار وکړ چې اوس مهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کولو په وړاندې کومه ننګونه نشته او په دې پروژه کې ښکیل هیوادونه ژمن دي چې دا پروژه په ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.د ټاپي پروژه به د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقال کړي او همدارنګه به د افغانستان لپاره د ټرانزیټ فیسونو څخه په کلني ډول څلورسوه ملیون ډالر عاید ترلاسه کړي.دا پروژه یوه واحده پروژه نه وه؛ بلکې د ترکمنستان د پنځه سوه کیلو ولټه بریښنا لیږد لین چې د ترکمنستان بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوي د فایبر کیبلونه، او د اورګاډي پټلۍ په ګډون څو نورې پروژې هم شتون لري