دلو 20, 1403 17:31 Asia/Kabul
  • د فوټبال له نړۍ د امیري خدای پاماني

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې کپتان اسلام الدین امیري، چې لوی ویاړونه یې ګټلي وو د فوټبال له نړۍ سره یې مخه ښه وکړه

ښاغلی امیري، چې اوس اووه دېرش کلن دی، په دوه زره دیارلسم کال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسیا د فوټبال اتلولۍ ته ورسوله.هغه د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د درې شپیته نړیوالو لوبو سره، په نړیواله کچه د هیواد لپاره تر ټولو زیاتې لوبې لري.د افغانستان د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی شل کاله د خپل هیواد د فوټبال ملي لوبډلې لپاره لوبه وکړه، او وروستۍ لوبه یې د دوه زره څلورویشتم کال د نومبر په نولسمه د تاجیکستان په وړاندې وه.