جدی 30, 1403 16:37 Asia/Kabul
  • د ایران قضايي چارواکو سره د سترې محکمې ادراي مرستیال مشورې

د سرپرست حکومت د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني چې د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی و، د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې

په دې کتنه کې دواړو خواوو د قضايي همکاریو د پیاوړتیا، په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت او په دې هیواد کې د افغان کډوالو د حقونو په اړه بحث او خبرې وکړې.غریب آبادي په دې غونډه کې وویل چې ایران به په نږدې راتلونکي کې پنځلس سوه افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.د یادونې وړ ده چې د هیواد د سترې محکمې یو پلاوی د تیرې جمعې په ورځ ایران ته سفر وکړ ترڅو د افغانستان او ایران ترمنځ قضايي اړیکې پیاوړې کړي.