د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بګرام هوايي اډې په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې وویل چې دا هوايي اډه د افغانستان تر کنټرول لاندې ده او چین یا امریکا ته یې د سپارلو لپاره هیڅ هوکړه نشته.