د دوحې ناستې ته د سرپرست حکومت بلنه
دلو 17, 1403 16:30 Asia/Kabul
په کابل کې خبري سرچینو ویلي چې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې چې دوحه کې ترسره کیږي؛ سرپرست حکومت ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
ویل کیږي چې د دې غونډې اصلي اجنډا به د مخدره توکو ننګونه، د بدیل کښت پلان، د خصوصي سکتور فعالیت او افغانستان ته بشري مرستې وي.ټاکل شوې ده چې دا غونډه د دوحې د درېیمې غونډې وروسته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه په فبروري میاشت کې بیا ترسره شي. د تیرو پریکړو او د هیواد په وضعیت باندې یې د اغیزو د ارزونې سربیره، له کابل سره د تعامل لپاره په نويو پلانونو هم بحث وشيکه څه هم سرپرست حکومت تر اوسه پورې دې غونډې ته د بلنې په اړه کوم دریځ نه دی اعلان کړی؛ خو تر دې مخکې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې په نړیوالو غونډو کې د دوی د ګډون نشتوالی به د افغانستان په وضعیت باندې د داسې غونډو اغیز بې ګټې کړي.