جدی 20, 1403 17:31 Asia/Kabul
  • له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه غبرګون

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان روانه اونۍ په اسلام اباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، زرګونه افغان کډوال د نړیوالو معیارونو په خلاف، نیولي او شکنجه کړي دي

د ملګرو ملتونو د جنوبي آسیا د څانګې مرستیال بابو رام پنت ویلي چې، د پاکستان دا اقدام د افغان کډوالو پر وړاندې د لوی تبعیض سیاست یوه برخه ده.هغه زياته کړې چې په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان کړنې د نړيوالو ملاحظاتو په خلاف، په خپلسري ډول ترسره شوي او د هغوى چلند تر ډېره له افغان کډوالو سره د سياسي کړنو له امله دى.د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه په یوه راپور کې تایید کړې چې پاکستان حتی هغه کډوال نیولي او ایستلي دي چې قانوني اسناد یې درلودل.