له امیرخان متقي سره په کابل کې د ایران د سفیر لیدنه
دلو 04, 1403 17:06 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې، له سرپرست حکومت سره د عملي همکاریو د پراختیا په برخه کې، د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی. په کابل کې د ایران سفارت هم په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي د سفر خبر ورکړی دی.