دلو 04, 1403 17:08 Asia/Kabul

د امریکا له زندان راخوشي شوی افغان له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو. خان محمد چې شاوخوا شل کاله یې د امریکا کلفیورنیا او واشګټن ډي سي په زندانونو کې تېرې کړي، له سرپرست حکومت سره د دوه امریکایانو په تبادله کې را خوشي شو. د کورنۍ غړي بیا وايي چې خان محمد دوه لسیزې بې ګناه په بند کې ساتل شوی، چې امریکا دې ورته غرامت ورکړي.