په امریکا کې د یخنۍ د زیاتیدو خبرداری
جدی 17, 1403 16:59 Asia/Kabul
د امریکا دولت له شپیتو میلیونو څخه زیاتو امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې د ژمي توپان بیړني حالت ته چمتو شي.
په دغه هېواد کې د اقلیم په برخه کې کارپوهانو ویلي چې د بې ساري یخنۍ ترڅنګ درنه واوره او باران به د امریکا له مرکز څخه ختیځ ته وغځېږي چې په تېرو لسو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.دا ساړه به د امریکا دیرش ایالتونه تر پوښښ لاندې راولي او په دغو سیمو کې به د واورې لوړوالی له پنځلسو تر دیرش سانتي مترو پورې وي