جدی 18, 1403 17:11 Asia/Kabul
  • چین کې زورور ځمکرېږد

د چین دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې نن سهار د چین د تبت په غرنۍ سیمه کې د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه دري پنځوس تنه وژل شوي او دوه شپېته نور ټپیان شوي دي.

دغه ځمکرېږد په ځايي وخت د سهار په نهو بجو د ريښتر په کچه د شپږ اعشاریه اته درجې سره د چين د شیګاتسه ښار اړوند تبت سیمه کې وشوه.راپورونه ښيي چې په دې سیمه کې له زلزلې وروسته ګڼې نورې زلزلې هم شوې دي.د چین ګاونډي هیواد نیپال او د هند په ځینو برخو کې هم دغه زلزله محسوسه شوې ده.د چین دولتي رسنیو ویلي، زلزلې له زرو زیات کورونه زیانمن کړي دي.د چین ولسمشر شي جین پینګ د تلفاتو د کمولو او اغیزمنو خلکو ته د مرستې لپاره د لټون او ژغورنې د هر اړخیزې هڅې غوښتنه کړې.