د کاناډا لومړي وزیر جاسټن ټرودو استعفا
جدی 18, 1403 17:12 Asia/Kabul
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د دغه هېواد د دولت او واکمن ګوند له مشرۍ څخه استعفا کړې ده.
د کاناډا لومړي وزیر په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د لیبرال ګوند له مشرتابه او د کاناډا د لومړي وزیر له دندې به استعفا وکړي. خو هغه به د خپل ځای ناستې تر ټاکل کېدو به په واک کې وينوموړي زیاته کړې، چې په واک کې د پاتې کېدو اراده یې درلوده، خو د ګوند داخلي اختلافاتو دا ناممکنه کړه.دا پریکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د لیبرال ګوند د غړو او د ترودو د استعفا لپاره د عامه افکارو فشارونه زیات شوي وو.تر دې وړاندې د هغه د مالیې وزیر په ګډون د کابینې یو شمېر غړو د هغه تر فشار لاندې استعفاوې کړې وې.