په بلوچستان کې په پاکستاني ځواکونو برید
میزان 14, 1403 17:30 Asia/Kabul
د پاکستان د خیرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې له افراطي وسلهوالو سره په وسلهواله شخړه کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې ډګرمن محمد علي شوکت چې له افراطي وسلهوالو په جګړه کې یې د پوځیانو مشري کوله تېره شپه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې له پنځو نورو سرتېرو سره وژل شوی دی.د پاکستان پوځ وايي، په جګړه کې شپږ افراطي وسلهوال هم وژل شوي او تر پېښې وروسته هلته د پلټنې عملیات پیل شوي دي.که څه هم د پوځ په خبرپاڼه کې د ژوبلو سرتېرو په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د شمالي وزیرستان انتظامیې او استخباراتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې، پهدې پېښه کې څلورویشت سرتېري ژوبل شوي هم دي.