د ترکیې پلوو پوځیانو سره د کردي ځواکونو نښته
قوس 28, 1403 16:41 Asia/Kabul
د سوریې دیموکراتیک ځواکونو په نوم ډلې چې د دغه هېواد له کردانو څخه جوړه ده، ویلي چې دوی به د سوریې پر خاوره د ترکیې د پوځ د برید پر وړاندې مقاومت وکړي.
قسد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ترکیې پلان دا دی چې د سوریې خاوره په بشپړه توګه اشغال کړي او په خپله خاوره پورې یې وتړي خو دوی به د دې تیري په وړاندې ودریږي.المیادین شبکې خبر ورکړی، چې د حلب په ختیځو څنډو کې هم د سوریې د ملي اردو په نوم قسد ځواکونو او وسله والو ترمنځ څو نښتې شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې د دغو ځواکونو پر وړاندې د ترکیې توپچي بریدونه هم شوي دي