په روسیه کې د مسکو فارمټ شپږمه ناسته
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د مسکو فارمت په شپږمه مشورتي غونډه کې ټینګار وکړ چې داعش ترهګره ډله له بهر څخه هېواد ته داخلیږي.
هغه ادعا وکړه، چې د دوی حکومت په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې داعش ځپلی او د سیمې هېوادونه باید د دغو ترهګرو په مخنیوي کې مرسته وکړي.متقي وویل چې د داعش ټول غړي بهرنیان دي او هیڅ افغان په کې نه شتهد روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ستونزه لا نه ده حل شوې او د سیمې هېوادونه باید په دې برخه کې له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.هغه ویلي امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې پرمختګونه کنټرول کړي او د سیمې هېوادونه باید په دې برخه کې هوښیار وي.په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي ویلي، د ایران له نظره، پکار ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د یاد هېواد خپلې شتمنۍ خلاصې او بندیزونه لرې شي او ملګري ملتونه او د دوحې په بهیر کې ګډون کوونکي هېوادونه باید په دې برخه کې اغېزمن اقدام وکړي.