ثور 27, 1403 15:16 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي دښمن پر ماتې د حماس ټینګار

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تېره شپه ویلي چې مقاومت ثابته کړې چې د نیواکګر رژیم تباه کول حتمي دي.

هنیه پر دې باندې په ټینګار سره چې صهیونیسټي دښمن لا هم په کړکېچ کې دی زیاته کړې چې د دښمن نه ماتیدونکی پوځ په غزه کې ماتې خوړلې او د مقاومت تر ګوزارونو لاندې له منځه تللی دی.هنیه همدارنګه د دې په بیان سره چې ټولې نړۍ اوس د صهیونیسټي جنایتکاره دښمن اصلي څېره لیدلې ده ویلي چي مقاومتي ډلې له میاشتو جګړو وروسته، اوس هم دښمن ته مرګ ژوبله اوړي.د حماس د سیاسي دفتر مشر دې ته په اشارې سره چې د وروستي وړاندیز لپاره د دښمن اصلاحات، خبرې اترې له کړکېچ سره مخې کړې، زیاته کړې چې حماس له هرې ممکنې لارې د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.هغه همدارنګه ویلي چې موږ د رفح له لارې د اسرائیلي ځواکونو د سمدستي وتلو پر اړتیا ټینګار کوو او نیواکګر رژیم د دغې لارې د اداره کولو هېڅ حق نه لري.