د رسمیت پېژندلو پرته د افغانستان او قزاقستان اړیکې
سرطان 01, 1405 18:00 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي دي چې افغانستان سره د یاد هیواد اقتصادي تعاملات د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو معنی نلري. هغه وویل چې دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قوانینو او د سیمه ایزو تړونونو په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل کوي او ټینګار یې وکړ چې دا به د افغانستان د بیا ځل لپاره د بې ثباته کونکو ډلو په منګولو کې د ښکیلیدو مخه ونیسي ځکه چې دا به د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره یو جدي خطر وي