د اسلام ویرې سره مبارزې پریکړه لیک تصویب
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i30991-د_اسلام_ویرې_سره_مبارزې_پریکړه_لیک_تصویب
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له اسلام څخه د ویرې مبارزې پریکړه لیک د ۱۱۳ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره تایید کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 26, 1402 10:40 Asia/Kabul
  • د اسلام ویرې سره مبارزې پریکړه لیک تصویب

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له اسلام څخه د ویرې مبارزې پریکړه لیک د ۱۱۳ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره تایید کړ.

دغه پریکړه لیک چې د پاکستان لخوا وړاندې شوی وو د مسلمانانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ګډ اقدام غوښتنه شوې وه او د ملګرو ملتونو له لوی منشي څخه یې غوښتنه کړې وه ترڅو دې برخې ته ځانګړی استازی وټاکي.

دغه پریکړه لیک د مسلمانانو پر ضد هر ډول کرکه او له تاوتريخوالي ډکې څرګندونې غندي او د زغم، سولې د پراختيا لپاره د نړيوالو هڅو د پياوړتيا غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتو کې د ایران اسلامی جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایروانی هم د دغه پریکړه لیک د تصویب څخه یې هرکلی کړی دی.