د خبر برخه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 27, 1404 17:32د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
نورو هېوادونو سره د پوځي ښکېلتیا په اړه د کابل دریځ
سنبله 27, 1404 17:31د سرپرست حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب ویلي دي چې د دوی نظام د امریکا او ناټو او همدارنګه روسیې یا چین سره هیڅ پوځي اړیکې نلري، او امریکا سره په پوځي ښکیلتیا کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
-
د سږکال ۵ میاشتو کې د افغانستان صادراتي وده
سنبله 27, 1404 17:29د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان په صادراتو کې د دیارلس سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
-
طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل د ایرواني ټینګار
سنبله 27, 1404 17:28په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت استازي امیر سعید ایرواني ویلي دي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې طالبانو سره له اړیکو نیولو پرته بله چاره نلري.
-
د لبنان حزب الله غورځنګ د سرمنشي وینا
سنبله 27, 1404 17:27شیخ نعیم قاسم د صهیونیستي رژیم لخوا په لبنان کې د پیجرو د چاودنې د کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ چې صهیونیستي رژیم به سقوط وکړي.
-
غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام
سنبله 27, 1404 17:25په غزه کې د فلسطیني کډوالو په خیمو د صهیونیستي رژیم په برید کې یو بل خبریال د رسنیو د شهیدانو په لیست کې اضافه شو. د غزې په وړاندې د صهیونیستي رژیم د یرغل له پیل راهیسې د څو کورنیو او نړیوالو رسنیو دوه سوه یو پنځوس خبریالان شهیدان شوي دي.
-
د شانګهای په غونډه کې د کابل د څارونکي غړیتوب امکان
سنبله 27, 1404 17:24د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د شانګهای همکارۍ سازمان کې کابل ته د څارونکي غړیتوب ورکولو پریکړه د سرپرست حکومت له سفیر ګل حسن سره په لیدنه کې اعلان کړه.
-
د پاکستان او عربستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون لاسلیک
سنبله 27, 1404 17:22د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له یاد هیواد سره یو تاریخي ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړ.
-
امریکا کې مرګونی برید
سنبله 27, 1404 17:20د پنسلوانیا ایالت پولیسو نن سهار وویل چې په دغه ایالت پنځه تنه پولیس افسران تر برید لاندې نیول شوي دي.
-
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ لوبه
سنبله 27, 1404 17:19ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د آسیا د کرکټ د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې له سریلانکا سره مسابقه وکړي.