د خبر برخه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 29, 1404 17:26د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د بګرام بیرته نیولو په اړه د ټرامپ څرګندونو ته غبرګونونه
سنبله 29, 1404 16:39د بګرام هوايي اډې د بیرته نیولو په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې حکومت به اجازه ورنکړي چې بګرام یا د افغانستان د خاورې کومه برخه بیا د بهرنیو اشغال لاندې راشي.
-
د خبرو اترو له لارې پاکستان سره د ستونزو پر حل د کابل ټینګار
سنبله 29, 1404 16:38د سرپرست حکومت ویاند په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي او زیاته یې کړه چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان داخلي مسله ده او اسلام آباد باید پخپله د هغې لپاره حل لاره ومومي.
-
غزه تړانګه کې د اشغالګرو جنایتونو دوام
سنبله 29, 1404 16:37عربي رسنیو د غزې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د پوځ د پراخو بریدونو په پایله کې نن سهار څخه تر ماسپښین پورې د لږ تر لږه څلویښتو فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړی دی.
-
د صهیونیستانو په وړاندې د مقاومت پر دوام د حزب الله ټینګار
سنبله 29, 1404 16:37په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي په یوه وینا کې وویل چې صهیونیستي رژیم د خپل جرم او وحشت اوج ته رسیدلی دی، او ټوله سیمه سیاسي بدلون سره مخ ده.
-
د هېواد زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو وضعیت په اړه اندېښنه
سنبله 29, 1404 16:35د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په ختیځ کې زلزلې څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د روغتیایی اسانتیاوو نشتوالی او پراخه بې ځایه کیدنه د ساري ناروغیو د زیاتوالي او ښځو او ماشومانو لپاره د جدي ګواښونو لامل شوې ده.
-
امنیت شورا پر ایران د بندیزونو د ځنډولو پریکړه لیک رد کړ
سنبله 29, 1404 16:35د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ایران پر وړاندې د اټومي بندیزونو د لرې کولو د غځولو لپاره د سویلي کوریا لخوا وړاندیز شوي پریکړه لیک سره د لویدیځ مخالفت د هغې د تصویب مخه ونیوله. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دریو اروپایي هیوادونو لخوا د ماشې میکانیزم د فعالولو اقدام غیرقانوني، غیر عادلانه او پارونکی اقدام وباله.
-
روسیې د استونیا هوايي حریم د سرغړونې ادعاوې رد کړې
سنبله 29, 1404 16:34د روسیې دفاع وزارت د استونیا هغه ادعا رد کړې چې د روسیې جنګي جټ الوتکو د دوی له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده.
-
په کابل کې د افغانستان د ووشو ملي سیالۍ
سنبله 29, 1404 16:33د کابل ولایتي ټیم د هیواد د دوولسو ولایتونو د یو سل پنځوس لوبغاړو په منځ کې د ډیرو نمرو په ترلاسه کولو سره د ووشو ملي اتلولۍ جام وګاټه.
-
د فرنګي غېږ نیونې نړیواله سیالۍ
سنبله 29, 1404 16:31د ایران د فرنګي غیږ نیونې ملي ټیم دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه او د اتیا ټیمي نمرو سره د درجه بندۍ په سر کې راغی، لکه د آزادې غیږ نیونې سیالۍ په څیر نړیوال اتل شو.