اشغال شویو سیمو باندې د یمن پوځ راکټي برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46496-اشغال_شویو_سیمو_باندې_د_یمن_پوځ_راکټي_برید
د صهیونیستي رژیم پوځ تایید کړې چې له یمن څخه د اشغال شویو سیمو په لور توغندی توغول شوی، چې د اشغال شوي فلسطین په لویو سیمو کې د خطر زنګونه هم وهل شوي دي.
(last modified 2025-09-29T08:58:56+00:00 )
میزان 07, 1404 13:28 Asia/Kabul
  • اشغال شویو سیمو باندې د یمن پوځ راکټي برید

د صهیونیستي رژیم پوځ تایید کړې چې له یمن څخه د اشغال شویو سیمو په لور توغندی توغول شوی، چې د اشغال شوي فلسطین په لویو سیمو کې د خطر زنګونه هم وهل شوي دي.

یدیعوت آحارنوت ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې د برید پرمهال د بن ګوریون په هوايي ډګر کې الوتنې وځنډول شوې.په همدې حال کې صهیونیستي رسنۍ وايي چې د برید وروسته تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون هوايي ډګر د ساعتونو لپاره تړل شوی و او له دې هوايي ډګر څخه الوتنې نه وې ترسره شوې.د یمني پوځ د توغندیو او ډرون عملیات له دوو کلونو راهیسې په غزه کې د صهیونیستي رژیم جرمونو له پیل سره دوام لري او دغه هیواد وايي تر هغه چې دا جرمونه ونه درول شي، په نیول شویو سیمو به د دوی بریدونه دوام ولري.