د خبر برخه
-
حماس هوکړه وکړه چې د غزې اداره فلسطیني کمېټې ته وسپاري
عقرب 03, 1404 16:37د حماس او فلسطین مقاومت ډلو د مصر په قاهره کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې دوی هوکړه کړې چې د غزې تړانګې اداره د سیمې د اوسیدونکو یوې لنډمهاله فلسطیني کمیټې ته وسپاري.
-
ونزوئلا ته نږدې په یوې کښتۍ د امریکا برید
عقرب 03, 1404 16:37د امریکا د جګړې وزیر اعلان وکړ چې هیواد یې وینزویلا ته نږدې په کاراییب سمندر کې په یوه کښتۍ برید کړی دی.
-
تهران کې د هُمام څلورم نړیوال فسټیوال
عقرب 03, 1404 16:36په تهران کې د همام څلورم نړیوال فسټیوال په داسې حال کې ترسره شو چې څوارلسو هیوادونو څخه د ځانګړو وړتیاوو لرونکو هنرمندانو پکې ګډون کړی وه. د دې نندارتون موخه د هنري استعدادونو ملاتړ او په نړیواله کچه د کلتوري همکارۍ پیاوړتیا ده.
-
د ازبیکستان پر وړاندې د افغان ۱۷ کلنو فوټسال ملي ټیم بریا
عقرب 03, 1404 16:34د افغان اوولس کلنو ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې په اسیایي لوبو کې په خپله لومړۍ لوبه کې ازبیکستان ته لس پر دوه ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 01, 1404 17:29د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د اوربند تړون نه خپریدو په اړه د مجاهد څرګندونې
عقرب 01, 1404 17:29د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند تړون لا وروستی شوی نه دی او د هغه د محرمیت په اړه نیوکې ریښتیا ندي. هغه وویل چې کله سند نهایی شي، نو جزئیات به یې خپاره شي.
-
ترکمنستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر
عقرب 01, 1404 17:28د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ترکمنستان ته د یاد وزارت د وزیر نورالدین عزیزي د سفر خبر ورکړ.
-
ازبیکستان څخه د وارداتي برېښنا د پرچاوۍ دوام
عقرب 01, 1404 17:27د یوې اونۍ په تيرېدو سره لا هم ازبیکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا نه ده نښلول شوې چې له امله یې د هیوادوالو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي
-
مشهد کې د ولایتي دیپلوماسۍ دوېیمه ناسته
عقرب 01, 1404 17:26د ولایتي ډیپلوماسۍ دویمه غونډه په مشهد کې د ګاونډیو سیاستونو، د ترانسپورت او ګمرکي ټرانزیټ زیربنا پراختیا، او انرژۍ په اړه د ځانګړي ګردي میز بحث په موخه جوړه شوه، چې د بهرنیو چارو د وزیر اقتصادي مرستیال او د ترانسپورت شرکتونو او خصوصي سکتور په ګډون سره د ایران په خراسان رضوي کې ترسره شوه.
-
د فرانسې زندان څخه د مهدیه اسفندیاري آزادیدل
عقرب 01, 1404 17:25د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فرانسې له بندخونې څخه د ایراني څېړونکې مهدیه اسفندیاري د خوشې کېدو خبر ورکړ.