د خبر برخه
-
خطر سره د مخ افغان کډوالو نه ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه
عقرب 01, 1404 17:25د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ادارو او د کډوالۍ چارواکو ورته ویلي هغه افغانان چې په افغانستان کې له خطرناکو شرایطو سره مخ دي، له خپل هیواده ونه باسي.
-
لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستانو پوځي برید
عقرب 01, 1404 17:24نن سهارد اشغالګر رژیم پوځ د قدس ، تابلس ، جنین ، الخلیل او رام الله په ګډون د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو باندې یو لړ بریدونه پیل کړل، چې ګڼ شمیر فلسطینیان یې ټپیان کړل.
-
د قاچاقي سفر په تور د یو شمېر کسانو نیول کیدل
عقرب 01, 1404 17:23د سرپرست حکومت سرحدي ځواکونو د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د لسو قاچاقبرو په ګډون د شپږ اتیا کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
-
زیمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړه
عقرب 01, 1404 17:22د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د ټیسټ لوبه د درې اویا منډو په توپیر وبایلله.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 30, 1404 16:59د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د دوحې تړون په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې
میزان 30, 1404 16:57د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کوي چې له افغانستان سره د تړون دوام مشروط دی او د کابل لخوا د دغه حکومت ضد ځواکونو په کنټرول پورې اړه لري. خو د سرپرست حکومت سفارت چارسمبالي سهیل شاهین وویل چې کابل هیڅکله د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نه دی کړی.
-
افغانستان کې د شدیدې وچکالۍ په اړه خبرداری
میزان 30, 1404 16:57د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې سږ کال په افغانستان کې بارانونه له اوسط څخه ډېر کم وو، چې په هېواد کې یې د وچکالۍ خطر زیات کړی دی.
-
د یونسکو لخوا د عبدالغفور عابد شهادت غندل
میزان 30, 1404 16:56د یونسکو عمومي منشي د افغانستان د ملي تلویزیون د خبریال عبدالغفور عابد شهادت وغانده.
-
د بیرجند نړیوال نندارتون پای
میزان 30, 1404 16:55د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي په بیرجند کې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو نندارتون د پای مراسمو کې وویل چې د دې مهمې اقتصادي غونډې پایلې به په راتلونکو میاشتو کې د ګډو اقتصادي ملګرتیاوو په بڼه، په ځانګړې توګه د کرنې، کانونو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخو کې څرګندې شي.
-
هند په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ
میزان 30, 1404 16:50په افغانستان کې د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ شوی دی.