ترکمنستاني چارواکو سره د برېښنا رئیس لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47383-ترکمنستاني_چارواکو_سره_د_برېښنا_رئیس_لیدنه
د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر د ترکمنستان د انرژۍ نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال باتور امانوف سره ولیدل.
(last modified 2025-11-04T08:50:45+00:00 )
عقرب 13, 1404 13:19 Asia/Kabul
  • ترکمنستاني چارواکو سره د برېښنا رئیس لیدنه

د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر د ترکمنستان د انرژۍ نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال باتور امانوف سره ولیدل.

په دې ناسته د پنځه سوه کیلو ولټه مزي لېږد او د بالامرغاب ولسوالۍ لپاره د برښنا رسولو په ګډون د انرژۍ سکتور پراختیایي پروژو په اړه بحث وشو.عبدالباري عمر او د هغه ملګری پلاوی د ترکمنستان د انرژۍ، ودانیزو، صنعتي او کیمیاوي سکتورونو د پراختیا په اړه په نړیوال کنفرانس او نندارتون کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته سفر وکړ.