د خبر برخه
-
ترکمنستاني چارواکو سره د برېښنا رئیس لیدنه
عقرب 13, 1404 16:49د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر د ترکمنستان د انرژۍ نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال باتور امانوف سره ولیدل.
-
ایران کې نړۍوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ
عقرب 13, 1404 16:48نن په تهران کې د امریکا د پخواني سفارت مخې ته د نړیوال استکبار پر وړاندې د مبارزې ملي ورځ ونمانځل شوه. په دې مراسمو کې د ایران اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ چې د ایران خپلواکي به د هیڅ ډول امتیازاتو په بدل کې ونه پلورل شي.
-
د اسراییل بندخونې څخه غزې ته د ۵ فلسطیني بندیانو لېږد
عقرب 13, 1404 16:48د غزې په تړانګه کې روغتیايي سرچینو اعلان وکړ چې تېره شپه د صهیونیستي رژیم له زندانونو څخه خوشې شوي پنځه فلسطیني بندیان د الاقصی شهیدانو روغتون ته لیږدول شوي دي.
-
تل ابیب کې کورني کړکېچ باندې د صهیونیستي رژیم اعتراف
عقرب 13, 1404 16:47د صهیونیستي رژیم مشر اسحاق هرتزوگ د صهیونیست میشتو خلکو ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او خبرداری یې ورکړی چې داخلي اختلافات اسراییل د سقوط په درشل کې راوستي دي.
-
ریاض کې د افغانستان او تاجیکستان فوټسال ملي ټيمونو لوبه
عقرب 13, 1404 16:46د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن ماسپښین د اسلامي هیوادونو د پیوستون په چوکاټ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د تاجیکستان پر وړاندې لوبه وکړه.
-
د هانګ کانګ سیالیو کې د افغان کرکټ ملي ټیم ګډون
عقرب 13, 1404 16:25د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د هانګ کانګ په شپږ اوریزه سیالۍ کې په اووه کسیز ترکیب کې برخه واخلي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 12, 1404 16:48د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د هېواد په شمال کې ویجاړونکی ځمکرېږد
عقرب 12, 1404 16:47یوې زورورې زلزلې د افغانستان شمال ولړزاوه. ویل کیږي چې مرکز یې د بلخ ولایت له مرکز مزار شریف څخه څو کیلومتره لرې د خُولم ولسوالۍ وه. د عامې روغتیا وزارت ویاند په یوه ویډيي پیغام کې ویلي چې د تېر ماښام په ځمکرېږد کې شل کسان مړه شوي او درې سوه شل نور ټپیان شوي دي.
-
د انقلاب رهبر سره د زده کوونکو او زده کړیالانو لیدنه
عقرب 12, 1404 16:46نن سهار د لړم د دیارلسمې کلیزې په مناسبت په زرګونو زده کوونکو او زده کړیالانو د ایران اسلامي انقلاب له رهبر سره ولیدل.
-
په تېرو دوو لسیزو کې د ۱۳۰ خبریالانو وژل کیدل
عقرب 12, 1404 16:45د افغانستان خبریالانو مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په تیرو دوو لسیزو کې په هیواد کې یو سل او دیرش خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.