د خبر برخه
-
خیبرپښتونخوا ایالت کې بمي چاودنه
عقرب 12, 1404 16:45د خیبر پښتونخوا ایالت پولیس وايي چې په دې ولایت کې په یوه چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي.
-
غزه او لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستي رژیم برید
عقرب 12, 1404 16:44تېره شپه د غزې تړانګې او د لوېدیځې غاړې مختلفې سیمې د صهیونیستي رژیم د وحشیانه بریدونو شاهد وو. صهیونیسټانو په دې بریدونو کې د خلکو کورونه ویجاړ کړل. د دې بریدونو په ترڅ کې د څو فلسطینیانو شهادت او ټپي کېدل هم تایید شوي دي.
-
د سوریې په سویل کې د صهیونیستي رژیم پوځي خوځښتونه
عقرب 12, 1404 16:42د سوریې تلویزیون د هیواد په جنوبي سرحدي سیمو کې د صهیونیستي پوځ د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي راپور ورکړی دی.
-
د عراق پارلماني ټاکو لپاره د ۷۷۰۰ نوماندانو سیالي
عقرب 12, 1404 16:41د عراق په پارلمان کې د دوه سوه نهه ویشتو څوکیو لپاره پنځه زره پنځه سوه څلور نارینه نوماندان او دوه زره دوه سوه پنځوس ښځینه نوماندانې سیالي کوي.
-
د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان اتلولي
عقرب 12, 1404 16:40افغان کریکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ټولې سیالۍ وګټلې
-
په ریاض کې د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه
عقرب 12, 1404 16:33د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو پیوستون شپږم پړاو لوبو کې د ګډون لپاره خپله لومړۍ تمریني لوبه ترسره کړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 10, 1404 16:01د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان د فوټسال لوبډله ډک لاس راورسیده
عقرب 10, 1404 16:00د افغانستان د اوولس کلنو فوټسال ملي لوبډله نن سهار د آسیا د ځوانانو د اتلولۍ د سرو زرو مډال ګټلو او د ښاریانو له تود هرکلي وروسته کابل ته راورسیده.
-
د ننګرهار ولايت اړوند تورخم دروازه تر دوه ویشت ورځو ځنډ وروسته يوازې د کډوالو پرمخ پرانیستل شوه.
عقرب 10, 1404 15:59د ننګرهار ولايت اړوند تورخم دروازه تر دوه ویشت ورځو ځنډ وروسته يوازې د کډوالو پرمخ پرانیستل شوه. راستانه شوي ګډوال بيا د ډيورنډ کرښې هغې لورته د لارې د بنديدو له امله د ګڼو ستونزو د ګاللو خبره کوي او زیاتوي چې په تیرو دوه ویشت ورځو کې ګډوال د شنه اسمان لاندې په سرکونو اوسیدل او هيڅ ډول خدمات ورته نه دي برابر شوي.
-
پاکستان سره د ستونزې پر سوله ییز حل د کابل ټینګار
عقرب 10, 1404 15:57د سرپرست حکومت ویاند په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته هیڅ ګواښ نشته او کابل تحریک طالبان پاکستان ته اجازه نه ورکوي چې په افغان خاوره کې فعالیت وکړي. هغه ټینګار وکړ چې کابل له پاکستان سره د تاوتریخوالي سوله ایز حل غواړي.