-
د کور او ښار جوړونې وزارت په ودانۍ کې چاودنه
دلو 25, 1403 13:06د سرپرست حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، محمد کمال افغان وایي، نن له غرمې مخکې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغه وزارت ته ننوځي، په دروازه کې د ساتونکو له لوري لمنځه وړل شوی او چاودنه رامنځته شوې ده
-
د کندهار په پوهنتون کې د ملا هیبت الله وینا
دلو 25, 1403 13:03د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، د یاد حکومت رهبر په لومړي ځل په کندهار پوهنتون کې په داسې حال کې وینا وکړه چې د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو هم حضور درلود
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
دلو 24, 1403 13:11د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزه کې د ټرمپ طرحې په ټړاو غبرګونونه
دلو 24, 1403 13:10د ټرمپ تر وړاندیز وروسته چې د غزې خلک نورو هیوادونو ته انتقال کړي، دې مسلې ډیر غبرګونونه راپارولي دي، ډیری وايي چې دا پلان نژادپرسته دی او د متحده ایالاتو د ولسمشر لخوا د فلسطیني خلکو د قومي پاکولو په معنی ده.
-
افغانستان څخه د وتلو په تړاو د پمپیو څرګندونې
دلو 24, 1403 13:09د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پومپیو وايي چې دا د ډونالډ ټرمپ اداره وه چې د دوحې تړون یې لاسلیک کړ او له افغانستان څخه یې د وتلو لپاره لاره هواره کړه.
-
د امنیت شورا ناستې ته د کابل غبرګون
دلو 24, 1403 13:07د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان لخوا د افغانستان د موضوع د راپورته کولو په ځواب کې ویلي دي چې په افغانستان کې د هرډول نا امنیو عاملان د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړي څخه راځي.
-
آسیايي لوبو کې د افغان ورزشکارانو ګډون
دلو 24, 1403 13:00د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون چارواکي وايي چې د هیواد څو ټیمونو په آسیایي سیالیو کې برخه اخیستې ده.
-
د بلوچستان په ځنګلونو کې اورلګیدنه
دلو 24, 1403 12:58د بلوچستان ایالت چارواکي وايي چې سلګونه اور وژونکي د دغه ولایت په غرنیو سیمو کې د ځنګلونو د اور کنټرول لپاره له خپلو شته امکاناتو څخه کار اخلي.
-
د میلیونونو صهیونیستانو په رواني ناروغیو اخته کیدل
دلو 24, 1403 12:57د صهیونیستي رژیم حکومت څرګنده کړې چې د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر په اوومه د الاقصی په نوم د عملیاتو له طوفان وروسته، په میلیونونو صهیونیستان له رواني ناورین سره مخ شوي دي.
-
د خصوصي سکټور ودې لپاره د حنفي ژمنه
دلو 24, 1403 12:56د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي دوی هڅه کوي چې خصوصي سکتور او د افغانستان اقتصاد وده وکړي.