د کور او ښار جوړونې وزارت په ودانۍ کې چاودنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40783-د_کور_او_ښار_جوړونې_وزارت_په_ودانۍ_کې_چاودنه
د سرپرست حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، محمد کمال افغان وایي، نن له غرمې مخکې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغه وزارت ته ننوځي، په دروازه کې د ساتونکو له لوري لمنځه وړل شوی او چاودنه رامنځته شوې ده
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 25, 1403 13:06 Asia/Kabul
  • د کور او ښار جوړونې وزارت په ودانۍ کې چاودنه

د سرپرست حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، محمد کمال افغان وایي، نن له غرمې مخکې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغه وزارت ته ننوځي، په دروازه کې د ساتونکو له لوري لمنځه وړل شوی او چاودنه رامنځته شوې ده

‏د کور او ښار جوړونې وزارت کمال افغان زیاتوي، د دغې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.دا برید په داسې حال کې کیږي چې داعش ترهګرې ډلې په روانه اونۍ کې په کندز کې کابل بانک ته نږدې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پر چارواکو برید وکړ چې نږدې شلو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته